کابل/ د کب مياشتې ٢ / باختر
د ژغورنې نړيوالې کمېټې لوېديځ په دې تورن کړ چې په افغانستان کې يې د قحطۍ د تحمیل سیاست غوره کړی دی.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې اجرایوي رییس ډیویډ ملیبنډ وايي، لویدیځ د قحطۍ د پالیسۍ په پلي کولو سره افغانستان ته زيات زیان اړولی دی.
هغه ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې لویدیځ هڅه کوي په افغانستان کې له اوسني نظام څخه د یو ماتې خوړلي نظام انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
ډیویډ ملیبنډ چې د بایډن له ادارې او نړیوال بانک سره د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره لابی ګري کوي. هغه ټینګار کوي چې بايد اجازه نه واى ورکړل شوې چې د افغانستان وضعیت دومره ژر خراب شي.
د ملیبنډ د خبرداري له مخې، په افغانستان کې کړکېچ دومره ژور دی چې د ملګرو ملتو د سږ کال څلور میلیارده ډالرو غوښتنه، ښايي راتلونکی کال ۱۰میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
د ده په باور، هغه څه چې لويديځ يې اوس کوي، د افغانستان اوسنی حکومت نه، بلکې د افغانانو وضعيت خرابوي او دا د افغانستان خلک دي چې د لويديځ د شومو پلانونو بيه پرې کوي.
ملیبنډ دغه رازويلي چې اوس مهال د کارکوونکو د معاشونو لپاره پیسې نشته او د تېر کال له اپریل راهیسې یو شمېر ښوونکو او د روغتونونو کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
هغه زیاته کړه، چې د امریکا بندیزونو په افغانستان کې سوداګریزې چارې اغېزمنې کړې او دا ستونزه پر ځای پاتې ده.
د نړیوالې ژغورنې کمیټې مشر زياته کړه، له دې امله د بانکي سیسټم د ملاتړ لپاره هیڅ پانګه نشته،”. له همدې امله هیڅوک نشي کولای د وارداتو لپاره پور یا تادیه ورکړي.
هغه بشردوستانه مرستې د بحران حل نه بولي، او ټینګار کوي چې بايد اقتصادي زېربناوې پیاوړې شي.
\ ذ