اعلامیهخبرونهTOP

د ځمكو له غصب څخه د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون اعلامیه

کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د شریعت له نظره د امارتي دوايرو ملكيتونه او شتمنیو، وقفي املاک، معدنونه ځنګلونه څړ ځایونه، غرونه، دښتې، بې څښتنه ځمکې، تاريخي آثار هر هغه څه چې د اتلاف په صورت کې یې بیت المال ته زيان رسېږي منقول او غير منقولې شتمنۍ امارت پورې اړه لري چې له منځه وړل او غصب يې منع، فاعل يې د کبیره ګناه مرتکب شمېرل کېږي او غاصب یا تلف کوونکی یې د خساری په جبران او د شرعي تعزير مستوجب شمېرل کېږي.
اسلامی شریعت د عامه شتمنيو څخه ساتنه د هر مسلمان مسوولیت ګڼلی او هر هغه څوک چې عامه شتمني له منځه وړي، غصب کوي يې او يا هم زيان ورته رسوي، په سختو ټکو يې غندلی او د دنيوي او اخروي مجازاتو مستحق يې ګڼلی دی.
دا چې غصب ډېر لوی جرم او معصیت دی او ناوړه عواقب لري د دې په مخنیوی کې موږ د ټول ملت له وګړو څخه د هر راز همکاري غوښتنه کوو.
همدا رنګه غاصبینو ته زموږ پیغام دا دی پر ځای د دې چې خپل غصب پرېږدي، يو خو یې غصب کړی دی دویم خپل غصب ته دوام ورکوي او درېیم دا چې غصب ته غصب نه وايي او څلورم دا چې د خپل د دغه لوی جرم او كبيره ګناه د کتمان او پټولو په خاطر په نظام باندې بې ځايه تورونه پورې کوي، دوی ته باید په واضحو ټکو وویل شي چې دوی نه نظام ته د بخښلو وړ دي او نه هم ملت ته نه یوازې چې غصبي املاک به له دوی څخه راګرځول کېږي، د تمرد او سرغړونې په صورت کې به له دوی سره جدي شرعي چلند ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته