کابل ، د غبرګولی ۱۵ مه ، باختر
پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي نصیرالله هجرت د سلام ۳G خداماتو پرانیسته د صمد خېلو په کلي کې وکړه.
باختر آژانس د خبر له مخي، په یادو مراسمو کې د یاد ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس هجرت او د سلام مخابراتي شبکې مسئولینو برخه اخیستې وه، هجرت له سلام شبکيې مسئولينو مننه وکړه، چي د ولسونو ستونزو ته په کتو سره یې سایټ د صمدخېلو په کلي کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
هجرت په خپلو خبرو کې وویل هڅه کوو، چي خلکو ته میعاري او منلي خدمات وړاندې کړو.
صدیقي