کابل باختر د وري يوويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه هغه وخت ووژل شول چې امنيتي ځواکونوپه امنيتي پوستو دطالبانو بريدونه شنډ کړل .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونمل امان الله دباختراژانس خبريال ته وويل: جګړه ددغه ولايت دتګاب ولسوالۍ په ادوي سيمه کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دملي پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ . امان الله زياته کړه په دې جګړه کې دپوليسو يوسرتيرى هم شهيد شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ