خبرونهاقتصادفرهنګTOP

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سپینې شګې تفریحي سیمه کې سیلانیانو ته هوټل جوړېږي

کابل، د وري ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سپینې شګې تفریحي سیمه کې د سیلانیانو لپاره په اساسي بڼه یو هوټل جوړېږي.
چارواکي وايي په دې توانیدلي چې په یاده سیمه کې د هوټل جوړولو نقشه پلې کړي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلوونکې کې به يې د جوړولو چارې رسماً پیل شي.
د چارواکو په خبره، په دغه سیمه کې د هوټل جوړېدل یوه اساسي اړتیا ده، چې جوړېدو سره به د سیلانیانو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ډېر ستونزې به ورسره حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته