سیاست

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د ماشومانو د ملاتړ د خیریه موسسې د کارکوونکو وژل په کلکو ټکو وغندل

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٣ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په ارزګان ولایت کې د ( save the children ) یا د ماشومانو د ملاتړ د خیریه موسسې د پنځو تنو مامورینو وژل کېدل په کلکو ټکو وغندل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
انجنیر محمد خان د هېواد او خلکو د دښمنانو دا ډول بریدونه د افغانیت او انسانیت پر وړاندې د دښمنۍ ښکاره بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې د هېواد دښمنانو د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو جرئت له لاسه ورکړی او غواړي د دې ډول بریدونو له لارې خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي.
لومړي مرستیال په دې دردونکې پېښه کې د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د لوی خدای(ج) له دربارڅخه د فردوس جنت او خپلوانو ته یې د جمیل صبرهيله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته