خبرونهاقتصادټولنه

د پکتیا د ترافیکو مدیریت په روان کال کې څه باندې ۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۱۹ مه، باختر

د پکتیا د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۲کال له پیل څخه تراوسه د موټرو د ثبت او جوازسیر له درکه څه باندې ۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پکتیا د ترافیکو مدیر محمد منصور د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې  ۱۶ زره ۲۲۳ یو کلي موټر یې ثبت کړي، ۴ زره ۵۶۲ جوازسرونه او ۲ زره ۵۲۰ موټرچلوونکو ته یې جوازونه ورکړي، چې له دې درکه ۷۱ میلیونه

۸۶۵ زره ۷۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته