کابلباختردسنبلي٣٠
دوه تنه يرغلګر طالبان پرون په لوګر ولايت کي دافغان اوناټو له ځواکونو سره د نښتې په بهير کې و وژل شول .
دغه نښته د محمداغې ولسوالۍ دزرغون ښار په سا حه کې هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دافغان د ملي امنيت د منسوبينو اود ناټو دعسکرو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
د محمدآغي ولسوال حميد له حميد د باخترآژانس خبريال ته وويل : چى په دې لنډه نښته کې دوه تنه يرغلګر طالبان ووژل شول .
دمحمدآغې د ولسوال دڅرګندونو له مخي : نور يرغلګر دنښتې په بهير کې وتښتيدل او لسګو نه جنګي وسايل يې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
حميدوايي چې په دې نښته کې افغان اوناټو پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى .
1 1 دقیقه لوستل