کابل، د کب ۸مه، باختر
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري باختر آژانس ته وويل، چې د څوارلسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۶ زره ۸۸۷ قيراطه زمرد د ۲۱۷ زره او ۲۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
مولوي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۸۶۷ قيراطه زمرد د ۲۹۶ زره او ۷۵۰ ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.