کابل / د کب ۵ مه / باختر
د پنجشیر د درې ولسوال نن په دغه ولسوالۍ کې د یو امنیتي کمېسیون د جوړولو خبر ورکړ.
د پنجشېرد درې ولسوال مولوي نورالله باخترآژانس ته وویل چې دغه کمېسیون ۱۲ غړي لري او د دغې ولسوالۍ له ټولو قشرونو جوړ شوی دی.
د درې ولسوال زیاته کړه چې دغه امنیتي کمېسیون به په درې ولسوالۍ کې د دولت او ملت ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه کار وکړي.
هغه وویل چې دغه کمېسیون د ولسوالۍ د مشرتابه، استخباراتو مدیریت، امنیې قوماندانۍ او د وګړو په همغږۍ جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه کمېسیون به د ولسوالۍ د اوسېدونکو د ښه امنیت تامینولو په برخه کې کار وکړي.
په همدې حال کې د درې ولسوالۍ اوسېدونکو د ولسوال دغه اقدام ستایلی دی.
ع