خبرونهاقتصادTOPټولنه

د پنجشېر والي: د امریکا د سوداګرۍ خونه غواړي د دغه ولایت د زمردو په استخراج، پېر او پلور کې برخه واخلي

کابل، د کب ۸مه، باختر

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم نن د دغه ولايت د زمردو د پلور په مراسمو کې وويل چې د امريکا د سوداګرۍ خونه غواړي د دغه ولایت د زمردو کانونو په استخراج او دغه راز د زمردو په پېر او پلور کې برخه واخلي.

محمد اغا حکيم همداراز د امريکا د سوداګرۍ خونې له خوا په راتلونکو ورځو کې په کابل کې د هېواد له سوداګرو سره د يوې ګډې غونډې د جوړولو اعلان هم وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د فرانسې بازار موندونکو هم پنجشېر ته د خپل سفر په بهير کې په دې برخه کې د همکاريو په باب خبرې کړي او په دې برخه کې يې د خپلو تياريو ډاډ ورکړى دى.

په دې مراسمو کې د پنجشېر والي یو ځل بیا د هیواد د کانونو په ځانګړي ډول د پنجشېر د زمردو کانونو له قانوني او معیاري استخراج څخه د افغانستان د اسلامي امارت ملاتړ څرګند کړ او په دې پروسه کې یې شفافیت اړین وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته