کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٧
په بغلان ولايت کې د يوې کورنۍ دوه تنه غړي د ګازو د بالون د چاودنې او اورلګيدنې له امله وژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن غرمه دپلخمري ښار د نوآباد په سيمه کې په يو کور کې هغه وخت
رامنځته شوه چې د کورنۍ ټول غړي په يوه خونه کې راټول شوى وو .
دخبرونو له مخې : په دغه خونه کې لومړى دګازو بالون وچاوديد او وروسته
په کور کې اور ولګيد.
د بغلان دپوليسو ويندوى جاويد بشارت باختر آژانس ته وويل : په دې پيښه کې دوه تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول چې په قربانيان او ټپيانو کې دوه تنه ماشومان او پنځه ښځې هم شاملې دي .
سيمه ييزمسوولين ددغې کورنۍ د غړو بې احتياطي ددغې پيښې اصلي علت بولي . خو يو شمير نور د ګازو دبالونونو بى کيفيتوالى او وارداتي ګاز د دغې پيښې علت بولي .
په همدې حال کې د بغلان په مرکزي روغتون کې ډاکترانو د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 1 دقیقه لوستل