خبرونهامنیتټولنه

د پنجشیرمدني فعالانو له امنیتي ځواکونوڅخه خپل ملاتړاعلام کړ

کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر

د پنجشیر لسګونومدني فعالانو په یوه ځانګړه غونډه کې د هېواد له امنیتي ځواکونوڅخه خپل ملاتړاعلام کړ.

دغه غونډه د پنجشیر د مدني ټولنې د بنسټونو شبکې د ځوانانو د عالي شورا په همکاری د بازارک ښاروالۍ په تالارکې جوړه کړه.

د پنجشیرد مدني ټولنې د بنسټونو د شبکې مسوول عبدالمعزمبارز د دغې غونډې په پرانیستلوکې وويل: دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد رښتني بچیان دي او له دغو ځواکونوڅخه ملاتړ زموږ دیني او وجداني فرض دی.

هغه زیاته کړه چې د پنجشیراوسېدونکي باید د ملي نوامیسو د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې د خپل امنیتي او دفاعي ځواکونوترڅنګ ودرېږي او له دغو ځواکونوڅخه په جدي توګه ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته