ګرديز باخترد زمري د مياشتې ۹ مه
د پکتيا ولايت په وزي ځدرانو ولسوالۍ کې لسګونه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پکتيا د امنيې قومندانۍ د رسنيو مسول سردار ولي تبسم باختر اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په وزې ځداران ولسوالي کې د وسله والو مخالفينو پر کاروان د ځانګړو ځواکونو او هوايي ځواکونو له خوا بريدونه شوي چې له امله يې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ