کابل، د زمري ۳ مه، باختر
د پنجشیر د فواید عامې ریاست پرون د دغه ولایت د عمومي سړک د بیا پرانیستلو خبر ورکړ.
د پنجشیر د فواید عامې رئیس الحاج عبدالحلیم آغا باختر آژانس ته وویل، چې دغه سړک یوه ورځ مخکې د سېلاوونو له امله د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکو پرمخ تړل شوی و.
د پنجشیر د فواید عامې رئیس زیاته کړه چې دغه سړک د دغې ادارې د تخنیکي او ماشینرۍي ټیم له لوري له ۲۴ ساعتونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د یو بل خبر له مخې، د پوهنې وزارت د احصایې او معلوماتو رئیس مفتی عبدالعلیم حلیم پرون پنجشیر ولایت ته سفر وکړ.
هغه پنجشیر ته د خپل سفرموخه د تعلیمي بنسټونو د احصایوي فورمو او د ۱۴۰۰ کال د احصایې شمېرنو له تصدیق څخه څارنه وبلله.
هغه زیاته کړه چې په لنډه موده کې په لږ بودجې سره ستره او شفافه احصایه را ټوله شوې ده.
ع