خبرونهامنیتټولنه

د پنجشیراوسېدونکو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل، د غوايي ۲۴ مه، باختر

د پنجشیر د درې ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان اسلامي امارت او د دغه ولایت له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.

د پنجشېر د درې ولسوالۍ اوسېدونکو پرون په یوه غونډه کې په یاده ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو هرکلی وکړ او په یاده ولسوالۍ کې یې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستایلې.

د پنجشیر د درې  ولسوال مولانا محب الله عمري باخترآژانس ته وویل چې اسلامي امارت د هېوادوالو د امنیت د تامین لپاره شپه او ورځ کار کوي.

د پنجشېر ولسوالۍ اوسېدونکو وویل: څوک چې د اسلام او اسلامي نظام پر وړاندې درېږي، خداى (ج) به يې په دنيا او آخرت کې رسوا کړي.

هغوی زیاته کړه، چې د پنجشېر د نورو ولسوالیو په څېر په درې ولسوالۍ کې هم پوره امنیت تامین دی او د دې ولسوالۍ په ټولو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت دفاعي او امنیتي ځواکونه فعال حضور لري او د هېوادوالو د امنیت د تامینولو لپاره پوره چمتووالی لري.

په همدې حال کې د پنجشیر په درې ولسوالۍ کې میشت د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د هیوادوالو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

جهانیار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته