امنیت

جمهور رييس حامدکرزي دروح الله نيکپا دبرياليتوب له امله مبارکي وويله .

کابل باختر د زمري  شلمه

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن  دلندن دالمپيک  په سياليو کې دهيواد له ورزشکارانو سره په يوه تيلفوني اړيکه کې دهيواد دتکواندو کار روح الله نيکپا دبرياليتوب له امله مبارکي وويله .

 روح الله نيکپا  پرون دتکواندو په څانګه کې خپلو پولندي  مرکزي افريقا اوبريتانوي سيالانو ته په ماتې  ورکولو سره وکولاي شول  دلندن د ٢٠١٢ المپيک سياليو دژيړو مډال  ترلاسه کړي .

  باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې،   جمهور رييس دافغانستان خلکو ته دروح الله نيکپا ددغه برياليتوب له امله دمبارکي ويلو په ترڅ کې  زياته کړه دافغانستان ورزشکارانو  په وروستيو کلونوکې وښودله چې دنورو هيوادونو له ورزشکارانو څخه کم استعداد نه لري اوپه هلوځلو سره کولاي شي دافغانستان بيرغ دنړۍ  په ورزشي ستديومونو کې ورپوي .

 په همدې ډول  دهيواد جمهور رييس دهيواد بل تکواندو کار نثار احمد بهاوي ته چې نن له خپلو سيالانو سره سيالۍ لري دبريالتوب هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته