خبرونهاقتصادټولنهTOP

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر  

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شویو طرحو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

دغې ناستې ته د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو د کمپلکسونو جوړولو سربېره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې طرحې د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې.

یادې طرحې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري په پرنسیپ کې تایید او د تخنیکي، اقتصادي او حقوقي ارزونې لپاره یې اړوندو وزارتونو ته راجع کړې.

دغه راز په یاده ناسته کې د پښتني بانک مخامخ د کابل ښاروالۍ اړوند ځمکه کې د خصوصي سکټور له لوري د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د دوه پوړیزې سوداګریزې ودانۍ د جوړولو طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د لسو کلونو په قرارداد تایید شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته