خبرونهامنیتټولنه

د ٢٠٩ الفتح قول اردو سرتېرو د وروستیو اورښتونو پرمهال د ۱۳۵۰ تنو په ګډون څه باندې ۶۰۰ زره څاروي ژغورلي

کابل، د کب ۱۶مهو باختر
په شمال زون کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو مسوولینو د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د اسلامي اردو ځواکونو د شمال زون ولایتونو کې څه باندې ۱۳۵۰ کسان او تر ۶۰۰ زره زیات څاروي له مرګه ژغورلي دي.
په دې کنفرانس کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو د ارکان رئیس شيخ نقیب الله عزیزي وویل چې د تېرو اورښتونو پر مهال یې په بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې ١٣۵ کورنیو ١٣۵٠ غړي او تر ۶۰۰ زره ډېر حیوانات له مرګه ژغورلي دي.
عزیزي زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت اردو په هر ډول شرايطو کې د ولس ترڅنګ ولاړه ده او هر هغه څه چې په واک يې ولري د ولس په خدمت کې قرار لري.
په همدې حال کې د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي توګه بلخ ولايت کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له مرستو برخمنې شوې کورنۍ د اسلامي امارت ټولو ارګانونو په ځانګړې توګه د قول اردو پرسونل د همکارۍ ستاينه وکړه او ویې ويل چې د ژوند په تاريخ کې يې د حکومت دغه ډول مرستې او لاسنيوی نه و ليدلی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته