سیاست

د مشرانو جرګې اعلاميه

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ٦ :
په افغانستان  دپخواني شوروي  دسره پوځ دتيري دشپږ ديرشمې کاليزې په مناسبت دملي  شورا  دمشرانو جرګې اعلاميه :
دملي شورا دمشرانو جرګه  په افغانستان  دشوروي دسره پوځ تيرى  چې د ١٣٥٨ کال دمرغومي دمياشتې په  ٦ مه نيټه ترسره شو ديوې  تورې ورځې په توګه بولي او غندي يې ، هغه زيانونه  چې  دشوروي  پوځيانو ددغه پراخ تيري له امله افغانستان ته واوښتل  او د هېواد  د بنسټونو د ويجاړتيا  ، دمليونونو تنو افغانانو دمهاجرت ، معلوليت اوشهادت سبب شول ، نه جبيره کيدونکي دي او دهېواد  دننني او راتلوونکي نسل په ذهنونونو کې به پاتې شي .
دافغانستان مقاوم او مجاهد ملت   چې په ميړانې او زړورتيا سره ددغه تيري په وړاندې ودريد او له نه ستړې کيدونکو مبارزو  وروسته يې  پخواني شوروي  يرغلګر پوځيان له هېواد څخه وشړل  ، آزادي يې  هېواد ته  په سوغات راوړه او  تيري کوونکو ته  ډير شرمونکى دا  و چې له   کوم برياليتوب پرته دماتې په منلو سره  له افغانستان څخه ووتل اوپه ډير لنډ وخت کې يې د شوروي اتحاد  پياوړى نظام  دړې وړې   او تجزيه کړ.  تاريخ ښودلې ده  چې  افغانان  سره له دې چې دمتقابلو ګټوپربنسټ  دنړۍ له ټولو هېوادونو په تيره بيا  له ګاونډيو هېوادونو سره   ددوستانه او ښو اړيکو  ليوال  دي خو  دهرهېواد د ګواښونو او بريدونو په صورت کې يې  د خپل هېواددخپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا اوملي واکمنۍ دفاع کړې ده او کوي يې .
د ملي شورا  دمشرانو جرګه  په افغانستان دپخواني شوروي د تيري په غندلوسره  چې  شپږ ديرش کاله ورڅخه تيريږي د هېواد  له  ټول ملت  او خلکو څخه  غواړي چې ددغه شان تاريخي وياړنو په ساتنې سره  دهېواد دجوړولو ، آبادۍ او دسولې او امنيت دټينګښت په لاره کې يوبل ته لاسونه  ورکړي   او دهېواد  د ملي اتلوانو  او شهيدانو  پاک آرمانونه  عملي کړي اوپه تيره بيا  د هېواد واکمنان دې  بايد  ددرې نيمو لسيزو په اوږدو کې دافغانستان دخلکو کړاونه هير نه کړي او دهېواد دترقۍ ، خير  او فلاح په لاره کې دې   ګټور ګامونه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته