کابل/ د سلواغې ٧ / باختر:
په مرکزي سيمو کې د يوناما د بشري حقوقو رييس بيکرام تودرهار پرون د باميانو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ له رييس مولوي سيف الرحمن محمدي سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې: د يوناما د بشري حقوقو مسوول تودرهار وويل: په وسله والو جګړو کې د ملکي وګړو ساتنه، د ماشومانو د حقوقو ملاتړ، د بشري حقوقو رعايت او د مدني ټولنې پياوړتيا د يوناما د بشري حقوقو د کارله مهمو لومړيتوبونو څخه دي چي د نړيوالو ژمنو له مخې دولتونه يي په رعايتولو مکلف دي، تودرهارهم په يادو مواردو کې د اسلامي امارت د لا زياتې همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.
د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په افغانستان کې د يوناما له فعاليتونو څخه مننه وکړه او په پورتنيو موضوعګانو خبرې وکړي او ويې ويل؛ اسلامي امارت په ټولو مواردو کې له اسلامي معيارونو سره سم د هر وګړي حقوقو درناوي ته ژمن دى او دغوره بشري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوي.
هغه زياته کړه چې په اسلامي شريعت کې د هر انسان حقونه خوندي دى.
دغه راز د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس هم د يوناما له دفتر څخه د دوامدارې همکارۍ او زيات ملاتړ غوښتنه وکړه.
\ ذ