سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د وخت اړتیا؛ افغانستان جوړونه تدبیر غواړي

کابل، د غوایي لومړۍ نېټه، باختر

تبصره

کله چې احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ کېښود، نو هماغه مهال دغه هېواد د یو منظم پوځ، منظمو ملکي ادارو او نورو امکاناتو په درلودلو سره د یوه پیاوړي او سیال هېواد په توګه راڅرګند شو او د هغه وخت د امپراطوریو په قطار کې یې تر ډیلي، اصفهان او بخارا پورې غځېدلې پراخه امپراطوري جوړه کړه، خو د احمدشاه بابا تر وفات وروسته د سیاسي مشرانو ترمنځ د یو لړ ستونزو له کبله افغانستان د چټک پرمختګ له کاروان څخه ورسته پاتې شو.

د دغه ضعف لاملونه د مشرانو بې اتفاقي، عیش او عشرت او هغه مهال په عصري وسایلو او صنعتي انقلاب باور نه درولودل وه.

وروسته د امیر شېرعلي خان په وخت کې، هغه مهال چې افغانستان د بارودو، ټوپکو، توپونو او نورو وسایلو د تولید خپلې کارخونې درلودلې او هغه مهال افغانان لومړني خلک وه، چې د اسټرالیا د ټلګراف مزو په غځولو او رېل پتلۍ په جوړلو کې یې مهم رول درلود، خو دلته په هېواد کې د علامه سیدجمالدین طرحو ته په کمه سترګه وکتل شول او هماغه وه، چې افغانستان د پیاوړي کېدو او په نړیواله کچه په یو زبرځواک بدلېدو څخه پاتې شو.

د دغه ډول تاریخي پېښو په اړه کتابونه شته مطالعه یې کړئ، چې لا ډېر پوه شئ.

خلاصه دا چې افغانستان په تاریخ کې په تدبیر سره مدیریت شوی نه دی او داسې یو حکومت په کې نه دی راغلی، چې دلته ټولو ارزښتونو لکه دیني، کلتوري او تاریخي هغو ته په کتو کار وکړي او دا وطن له نړۍ سره سیالۍ ته چمتو کړي.

اوس د اسلامي امارت په راتګ سره د همداسې یو بل فرصت د برابرېدو نښې ښکاري، چې کېدای شي په استفادې سره یې افغانستان په واقعي ډول د نړۍ له احتیاج څخه خلاص شي او په ریښتیني ډول نړۍ سره سیالي وکړي.

زما د سرتېري په غاړه کې باید پردی تولید ټوپک نه وي، زما هېواد وال باید د پردیو بشري مرستو په قطارونو کې و نه درېږي، زما افغان ځوان باید د بل هېواد په پوهنتون کې زده کړو ته لومړیتوب ورنکړي، زما افغان باید د عربو، ایران، اروپا او نورې نړۍ مزدور نه وي او بلاخره باید زما د هېواد هره ستونزه په اساسي ډول حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته