امنیت

دوه تنه تروريستان په غور کې ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
په غور ولايت  کې دپوليسو له خوا ديوه تروريستي  بريد مخه ونيول شوه.
دغور ولايت ويندوى عبدالحي خطيبي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دوه تنه تروريستان چې غوښتل يې دغور ولايت په فيروز کوه ښارکې په يوې قومي جرګې د دوو ريموت کنترول ماينونو په واسطه بريد وکړي دپوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم وويل: دغو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف وکړ چې د غور ولايت په مرکز او ولسواليو کې يې په يو لړ تروريستي بريدونو کې رول درلود.
ديادونې وړ ده، دوه ورځې مخکې يو حرفوي وژونکى چې دغور ولايت داستيناف محکمې دمدني ديوان رييس قاضي عبدالمجيد يې وژلى و؛ هم ددغه ولايت دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته