خبرونهاقتصادټولنهTOPټکنالوژي

د هېواد په کچه د ۲۷.۵ میلیونو ډالرو په لګښت لسمه مخابراتي پراختیایي پروژه پرانیستل شوه

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، د مالیې وزارت  سرپرست ملا عبدالناصر، د حج، اوقافو، ارشاد او دعوت وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نورمحمدثاقب، د ښار جوړولو وزارت د سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د چارو ادارې د رئيس شیخ نورالحق انور او د بېلابېلو ادارو د یو شمېر معینانو او رئيسانو په ګډون، په ۱۸ ولایتونو او ۲۳۰ ولسوالیو کې د مخابراتي سایټونو د جوړولو پروژې د پرانیستې مراسم پرون په ارګ کې ترسره شول.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وویل، چې دا پروژه د ۱.۸۹میلیارد افغانیو په لګښت د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰مخابراتي سایټونو لرونکې ده چې په بشپړولو سره به یې هېوادوال په لرې پرتو ولایتونو کې له ټلیفوني خدمتونو څخه برخمن شي.

مولوي حقاني وویل، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت د سېستم جوړولو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او د برېښنا ریاست، مرکزي احصایې، ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د حاجیانو چارو د مدیریت، په لوړو زده کړو وزارت کې د محصلینو چارو د همغږۍ سېستمونه او په نورو دولتي ادارو او وزارتونو کې یې مخابراتي سېستمونه رامنځته کړي دي.

ورپسې د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو مرستیال محترم قاري عبدالستار سعید د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزرا محترم ملا محمدحسن اخند پيغام ولوست.

په دې پيغام کې د معلوماتي ټکنالوژي، انکشافاتو او نوښتونو د ارزښت د یادونې ترڅنګ ټينګار شوی و چې افغانستان په دې برخه کې زیات کار او پراخه پانګونې ته اړتیا لري، ترڅو ټول هیواد ته مخابراتي خدمات ورسول شي.

د رئيس الوزرا پيغام کې راغلي و، د دې پروژې پرانیسته د مخابراتي خدماتو په برخه کې یو مهم کار او پرمختګ ګڼو او هیله من یو، چې د هېواد د ټولو سیمو اوسېدونکې به یو ‌‌‌‌‌‌ډول له مخابراتي خدماتو څخه برخمن شي او مخابراتي پوښښ ټول هېواد ته پراخه شي.

په پيغام کې ټينګار شوی، موږ په ګډه دا مسوولیت لرو چې خپلو هېوادوالو ته له ټکنالوژي څخه د سالمې استفادې لپاره داسې چوکاټ برابر کړو چې زموږ دیني او فرهنګي ارزښتونه په کې خوندي وي او په دې برخه کې د انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکو ټولو شرکتونو ته جدي لارښوونه کوم چې په خپلو شبکو کې له غیر شرعي منځپانګې، نشراتو او ویب پاڼو څخه جدي ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي او د انټرنټ ټولو ګټه اخیستونکو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ځوانانو ته زما سپارښتنه داده چې له معاصرې ټکنالوژۍ څخه ګټوره او سالمه استفاده وکړي.

ورپسې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت څخه د یادې پروژې د پيلولو له امله مننه وکړه او ويې ویل، مخابراتي تنظیمونکې اداره (اترا) په هېواد کې د مخابراتي او انټرنټي زیربنایي خدماتو او انکشاف ته د لاسرسي (TDF) ملي برنامې په چوکاټ کې د مخابراتي شرکتونو د ۲،۵ سلنه عوایدو د راټولولو له لارې چې مهمه موخه یې مخابراتي خدماتو ته د هېوادوالو لاسرسی او همدارنګه د هېواد د لرې پرتې سیمې او کلي د مخابراتي او انټرنټي خدماتو تر پوښښ لاندې راوستل دي، خپله لسمه پروژه پیلوي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، اترا ادارې د (TDF) برنامې په واسطه تراوسه ۹ جلا پروژې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶۹ مخابراتي انتنونو د فعالولو په وسیله عملي کړې دي چې تقریباً ۵،۲ میلیارد افغانۍ احتوا کوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې۲۶۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، په لسمه پروژه کې چې نن د هغې د پرانیستې شاهدان یو، ۴۵۰ سایټونه شامل دي چې یو شمېر یې تراوسه پورې عملي شوي او پاتې ۲۷۹ سایټونه به د افغانستان په بېلابېلو سیمو او د هېواد په ۲۳۰ ولسوالیو کې عملي شي چې مجموعي ارزښت یې ۲۷،۵ میلیون ډالر دی.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، په هېواد کې د ثبات د ټينګښت او د اقتصادي مهاجرتونو د مخنیوي او د نشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره په دایمي توګه لازمه ده چې په افغانستان کې دا او نورې پراختیایي لویې لکه ټاپي، شېرخان – پلخمري، کاسا زر، هرات – مزارشریف د اورګاډي کرښه او د واخان پروژې عملي شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان ملت ته د اشتغال زمینې برابرولو اړتیا ته په اشارې او بزګرو ته د نشه یي توکو پرځای د بدیل کښت برابرولو لپاره له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د لویو پراختیایي پروژو د عملي کېدو مانع نشي.

هغه زیاته کړه، د ګاونډیو هیوادونو له لوري اوه سوه زره تنه افغان مهاجر په اجباري توګه را اېستل شوي، کورونه یې نړول شوي او پانګې یې نابودې شوې دي، نو لازمه ده بېرته راستنېدونکو او نورو ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو لپاره لویې پراختیایي پروژې په هیواد کې تطبیق شي.

د دې مراسمو په پای کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې د اترا عمومي رئیس مولوي سید برات شاه ندیم او د افغان ټیلیکام عمومي رئیس انجنیر علي احمد سامند د مخابراتي سایټونو جوړولو پروژې تړون لاسلیک کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته