امنیت

درې ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې ٢٣ تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: په دغو فعاليتونوکې چې د امنيتي ځواکونو له خوا د ننګرهار، بغلان ، سمنګانو، کندز، لوګر ، پکتيا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شو ٢٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ٧ تنه ټپيان او ١٣ تنه نوريې له يوې اندازې مهماتو او چاوديدونکو توکو سره نيول شوي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د غور، هلمند او د هرات د ولايتونو په مربوطاتو کې ٩ ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته