– کابل، د غوايي ۲۹ مه، باختر
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي حج ته د تلونکو افغانانو د خوندي لېږد د چمتو والي په موخه يې کار پیل کړی دی.
د یاد وزارت عملیاتي معینیت تېره ورځ په همدې تړاو غونډه وکړه.
عملیاتي معین غلام جیلاني وفا په وینا سږ کال به دیارلس زره افغانان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته لېږدوي، چې خوندي او پر وخت لېږد به یې د هېواد د څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو څخه کېږي.
د سرچينې په خبره د ترانسپوټ او هوایي چلند وزارت د دغه حاجیانو د لېږد لپاره پوره چمتوالی لري او په نږدې ورځو کې به یې پیل د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه وشي.
د یادونې وړ ده چې هر کال زرګونه افغانان د حج فریضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځي، او د لېږد چارې يې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پرغاړه دي.
افغانمل