امنیت

ديرش بنديان چې په نشه يي توکو روږدي و، په بغلان کې تداوي شول

کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر

په نشه يي توکو٣٠ تنه روږدي بنديان په بغلان کې د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې تداوي شول .

په بغلان کې د روږډو کسانو د درملنې د ٣٠ بستريز روغتون مسوول ډاکتر رحم الدين خداى نوري د باختراژانس خبريال ته وويل دغه بنديان چې په هيروئينو روږدې و، له درملنې وروسته د حرفوي زده کړو په پروګرام کې شامل شول .

د پلخمري د زندان مديرسليمان اندرابي وويل چې دغه روږدي کسان په ٣٠ بستريز روغتون کې له درملنې وروسته اوس د خياطۍ، غالي اوبدلو، خبازي اود فلزکاري  د حرفو د زده کړې په پروګرام کې  شامل شوي دي.

په نشه يي توکو يو تن روږدى چې اوس روغ شوى دى د روږدو کسانو د درملنې روغتون له مسوولينو څخه په قدردانى سره وويل  اوس زه داسې احساسوم چې بيا ژوندى شوې يم او د خپلې خوښې حرفې ته مې مخه کړې ده .

د يادونې وړ ده چې د پلخمري په مرکزي زندان کې د ١٥ښځو په ګډون ٥١٥بنديان د خپل محکوميت دوره تېروي .

ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته