سیاستخبرونه

د هرات نوى والي معرفي شو

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د هرات نوى والي پرون مازيګر د دغه ولايت خلکو او سيمه ييزو مسوولينو ته معرفي شو او په کار يې پيل وکړ.

د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ ستر جنرال عبدالصبور قانع چې د جمهوري رياست د حکم پر بنسټ د هرات نوی والي مقرر شوى دى؛ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس شميم خان کټوازي هغه د دغه ولايت خلکو او مسوولينو ته معرفي کړ.

کټوازي د هرات د پخواني والي سيد عبدالوحيد قتالي د خدمتونو په قدردانۍ سره، جنرال قانع د هېواد  د پياوړي شخصيت او جنرال په توګه معرفي کړ او په چارو کې ورته د برياليتوب هيله وکړه.

کټوازي په سيمه يیزې حکومتولۍ کې د خلکو رول ارزښتناک وباله او له نوي والي سره يې د خلکو د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

جنرال قانع د خپلو کاري پروګرامونو په بيان سره وويل چې ښه حکومتولي د جمهوررييس له موخو څخه ده او ژمنه يې وکړه چې دغه موخه به پلې کړي.

ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته