کابل / باختر د لړم د مياشتې ٧ :
د افغان _ ترک تعليمي او تربيتي موسسې په هېوادکې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلوسره مرسته وکړه .
د باختر آژانس دخبرله مخې :
دغې موسسې نن دوه زره پنځه سوه شړۍ، دوه زره ډبلي لس کيلويي غوړي او دوه زره لس ليتره بوشکې غوړي د افغاني سرې مياشتې د ټولنې په واک کې ورکړې چې د هغوې له لارې په مصيبت ځپلو وويشل شي .
په هېوادکې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو سره د مرستې بهير دوام لري.
1 د یوې دقیقې څخه لږ