خبرونهامنیت

د هرات له رباط سنګي  ولسوالۍ څخه د ملي دفاع وزارت  وسايط راټول کړل شول

 کابل/ د ثور٤ يمه/ باختر

د ٢٠٧ الفاروق قول اردو د ګارنيزيون د مرستيال مسرور آغا په مشرۍ  په لويديځ زون کې د ملي دفاع وزارت د پوځي وسايطو راټولولو کمېسيون چې له څه مودې           را په دې خوا یې فعاليت کړی، د هرات ولايت له رباط سنګي ولسوالۍ څخه يو زيات شمير وسايط راټول کړل.

د رارسيدلو خبرونو له مخې؛  دغه کمېسيون له رباط سنګي ولسوالۍ څخه ٦ هاموي ټانکونه او ٨ پوځي رنجرونه راټول کړل.

د دغه کمېسيون يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې د لويديځ زون په ټولو سيمو کې   به  د ملي دفاع وزارت  د وسايطو راټولولو بهير پيل شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته