امنیت

په قندهار کې ١١ غلچکي بریدګرو ونیول شول

قندهار/ د تلې ۱۵ مه / باختر
د قندهار په مرکز او څو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ډلې ١١ غلچکي بریدګر نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې د تېرې اوونۍ په اږدو کې د دغه ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې ١١ غلچکي بریدګر نیول شوي چې له دوی څخه دوه توغندي او څو سپکې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه کسان د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د قندهار ښار او په څو ولسوالیو کې نیول شوي دي.
نیول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او وايي چې د کندهارپه ښار او ولسواليو کې یې امنیتي سرتېري په نښه کول او هم یې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د توغندیز برید پلان درلود.
پای/ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته