خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست له روزنيزو کورسونو څخه تېر کال ۲۰۰۰ تنه فارغ شوي

کابل، د وري ۱۴مه، باختر

د هرات د کار او ټولنيزو چارو رياست د بې کارۍ د ستونزو د حل په موخه د کار موندنې لازم تدابير نيولي او دا مهال په بېلابېلو برخو کې ۴٨٠ تنه په ١٢ بېلابېلو په زده کړو بوخت دي.

د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس حافظ ميرزا محمد ابو منصور د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې تېر کال د یاد ریاست له اړوند روزنيزو کورسونو څخه ۲ زره تنه فارغ شوي چې ډېری یې بې کاره، د کور سرپرستان او سوالګر ماشومان دي.

ابو منصور زیاته کړه، چې روان کال کې غواړي په بېلابېلو حرفو کې له دې شمېر څخه زيات کسان وروزي، ځکه يې په يادو څانګو کې خپلې اداري تشکیل زيات کړی او تر څنګ يې يو شمېر همکارې موسسې هم فعاليت لري، چې په منظمه توګه ترې څارنه کېږي.

نوموړي وویل چې دغه اداره هڅه کوي د خلکو د ستونزو د حل په موخه په خپلو اړوندو څانګو کې په منظمه او مؤثره توګه پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته