سیاست

جمهورريیس غني د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ له وزیر سره وکتل

کابل/ باختر/ د زمري ٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ له وزیر رضا اردکانیان سره پرون په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې له طبیعي انرژۍ څخه د زیاتې ګټې اخیستو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو او سوداګرۍ او په چابهار بندر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
جمهورريیس غني د انرژۍ او زېربناوو د پراختیا په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو د ټینګار ترڅنګ وویل: په سیمه کې له طبیعي انرژۍ څخه د استفادې لپاره باید زموږ اجنډا د مناسبو تګلارو پر اساس وي.  
هغه زیاته کړه: چابهار بندر باید د سوداګریز او ترانزیټي بندر په توګه د دواړو هېوادونو او سیمې د پرمختګ او انګشاف لامل وګرځي.
رضا اردکانیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د یادونې ترڅنګ وویل: ایران او افغانستان په سیمه کې د بادي او لمریزې انرژۍ د تولید ښه ظرفیتونه لري او د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی په دغو برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.#
پاى – ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته