خبرونهفرهنګ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له يو شمېر بهرنيو سيلانيانو سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

يو شمېر سيلانيانو په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سره وکتل.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى آمر وحيدالله سلطاني وویل، چې دغه ١٢ سيلانيان چې له امريکا، هسپانيې، جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو څخه راغلي دي، د دوو ورځو په اوږدو کې به د هرات ښار او ولسوالۍ وګوري.

په همدې حال کې سيلانيان وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هرات کې دي او پرته له ویرې او ډار څخه یې یو شمېر سیمې او تاریخي آبدې کتلې دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني وویل، چې بهرني او کورني سیلانیان کولای شي چې د هرات هرې سیمې ته سفر وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته