امنیت

د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې شپږ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

هرات / د غبرګولي / ۹/ باختر
د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې پرون شپږ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
د ځانګړو عملیاتو قول اردو باختر اژانس ته وویل چې د کوماندو د دویمې لوا د جزوتامونو د عملیاتو په بهیر کې د هرات د شنډنډ ولسوالۍ د کاریز بیبی ، ده مرزا ، قاسم ، ده نوح ،عبدالاباد، وزیر اباد او پشت شهر کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
هغه وویل په دغو ساحو کې د خلکو د امنیت د لازیات تامینولو په خاطر درې امنیتي قرارګاوې هم جوړې شوې .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته