کابل، د غبرګولي۲۲مه، باختر
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې وړمه ورځ د والیبال تورنمینټ ترسره شو
یاد تورنمینټ د همدغه ولایت د بدني روزنې او ورزش له آمریت سره په همغږۍ د فامیلیو لوبډلې له لوري د غبرګولي میاشتې په ۱۹ نیټه د ولایت په مرکزي جمنازیوم کې په لاره اچول شوی و، چې ټولټال ۳ ورځې وخت یې ونیوه او د مرکز کابل په کچه ۲۴ پیاوړو لوبډلو پکښې ګډون کړی و.
د تورنمینټ فاینل سیالیو ته ګڼ شمېر سیلانیان ورغلي وو، چې لومړی مقام د (نیک کلپ) دوهم مقام د (نسوزیي) او درېیم مقام د (شهید زلمي انصار) ټیمونو خپل کړ.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په میدان وردګو کې د ځوانانو د هڅونې په موخه د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د واليبال، فوټبال او کرکټ ورته سیالۍ په لاره اچول شوې وې.
افغانمل