سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي او د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون ټیلفوني خبرې وکړې

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي او د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون، نن مازیګر ټیلفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې  ټیلفوني اړیکه کې دواړو لورو د اسلامي نړۍ په نهمه اقتصادي مجمع او د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په هدف بریتانیا ته د جمهوررئیس حامدکرزي د راتلونکي سفر په باب خبرې وکړي.
دیوید کامرون هیله څرګنده کړه چې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ راتلونکې درې اړخیزه غونډه د افغانستان او پاکستان لپاره  مثبتې پایلې ولري.
په دغو ټیلفوني خبروکې حامدکرزي د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ د درې اړخیزو غونډو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او د دغو دوه هېوادونو د نیږدې کېدو په لاره کې د بریتانیا د حکومت او په ځانګړي ډول د دغه هېواد د صدراعظم دیوید کامرون له هڅو څخه مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته