خبرونهټولنه

د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳ کلنه دښمني د ۲۱۵ العزم قول اردو د درېيمي لوا‌ء د قومندان، مل پاسوال سردارمحمد ايوبی، د خاشرود ولسوال، مولوي اسدالله سحر، د مولوي محمد حسین حقاني، قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړيتوب حل شوه.
دغه دښمني د یادې ولسوالۍ د رزی افغاني په سیمه کې د دوو تره زامنو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې دوه تنه وژل شوي وو نن په سولې بدله شوه.
پخلا شوي لوریو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به دښمني نه کوي او له مسؤولينو او منځګړو کسانو يې وغوښتل تر څو د ولس تر منځ د داسې بدیو د لمنځه‌وړلو په موخه هڅې وکړي.
د اسلامي امارت د راتګ سره سم د نیمروز ولايت په ولسواليو او لرې پرتو سیمو کې د مسؤولينو او قومي جرګو په هلو ځلو تر دې دمه زيات شمېر خپلمنځي شخړې او دښمنۍ ختمې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته