امنیت

د يوه ساختماني شرکت د څلورو تنو کارکونکو مړي په قندهارکې ترلاسه شول

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د يوه ساختماني شرکت د څلورو تنو افغان قرار داديانومړي پرون په قندهار ولايت کې ترلاسه شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالاحد چوپان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان لس ورځې مخکې کله چې دشرکت لوژيستيکي توکي يې دچغچران له ښار څخه ليږدول؛ د هلمند – قندهار د لارې په اوږدوکې د طالبانو له خوا وتښتول شول او وروسته دقندهار ولايت ميوند ولسوالۍ ته وليږدول شول او په ډزو سره ووژل شول.
چوپان وويل: ددغوکارکونکومړي د سيمې د مخوروپه منځګريتوب د ميوندله ولسوالۍ څخه وليږدول شول او کورنيوته يې وسپارل شول.
دغه کسان د بلخ او دکاپيسا د ولايتونو اوسيدونکي و او په هلمند ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د قرارګاه د جوړولوپه پروژه کې د (واى سي سي) په ساختماني شرکت کې کارکاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته