کابل باختر د وري دمياشتې ٤ :
د ختيځ تيمور د پلان وزير نن د (جي- ٧) په ګډون د بحران ځپلو هېوادنو په غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته را ورسيد.
د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
دغه راز د بروندي، چاد، سيرليون، ګينه، سوډان، توکيو او د اندونيزيا د هېوادونو هيتان او د او اې آى، د نړيوال پرمختيا بانک، د سي اس او د اې اس ټي د نړيوالو موسسو او د (جي- ٧) د سکرتريت استازي د (جي- ٧) په ګډون د بحران ځپلوهېوادونو په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته را ورسيدل.
دغه کنفرانس خپل کار نن په کابل کې پيل کړ او دوه ورځې دوام کوي.
0 1 دقیقه لوستل