سیاستخبرونهاقتصادTOP

د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال د ټاپي پروژې په تړاو د اسلامي امارت ژمنتیا او هڅې وستايلې

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال باتر آمانوف سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
متقي په دغه کتنه کې وويل؛ خوشاله یو، ‏چې هرات ولایت ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل چارې چټکې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې اسلامي امارت د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل ته ټینګ تعهد لري او هیله یې څرګنده کړه، چې تر هرات ولایت پورې ‏د نل لیکې لومړی فاز ژر پیل او بشپړ شي.
په ورته وخت کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال وویل چې د انرژي انتقال په ځانګړې توګه د ټاپي پروژه د ترکمنستان حکومت ته ځانګړی لومړیتوب لري.
هغه همدارنګه وویل چې تر هرات ولایته د ټاپي پروژې غځېدل یې هم حکومت ته ځانګړی اهمیت لري.
آمانوف د ټاپي پروژې اړوند د افغانستان د حکومت له هلو ځلو مننه وکړه او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت ژمنتیا او هڅې د پام وړ وبللې.
د وزیرانو شورا مرستیال هیله څرګنده کړه، چې د ټاپي پروژې اړوند پر شویو هوکړو کار ژر نهايي شي ترڅو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د کار پرانیسته وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته