ورزش

د هيواد د باسکتبال ملي ټيم هند ته لاړ

کابلباختر د جوزا١١
د افغانستان د باسکتبال ملي ټيم د آسيا د جنوب په سياليوکې دګډون په مقصد نن هند ته روان شو.
هند د فلپين سياليو ته د باسکتبال د لارې موندلوسياليوکوربه دى چې دوه مياشتې وروسته د آسيا د جنوب د اتو ټيمونو په ګډون پيليږي.
د المپيک د ملي کميټي د خپرونو آمرسميع دره يي باخترآژانس ته وويل: د هند په سياليوکې له افغانستان څخه ١٦ تنه ورزشکاران ، درې تنه ښوونکى او يو هيئت ګډون کوي چې نهه تنه ورزشکاران او يو ښوونکى په ا مريکا کې له افغان ورزشکارانو څخه او درې تنه ورزشکارانو او دوه تنو ښوونکو له افغانستان څخه ګډون کړى دى.
دغه سيالۍ د آسيا د جنوب د هيوادونو په ګډون په هندکې پيل شوې دي او سبا افغان ورزشکاران د نيپال له ورزشکارانو سره سيالۍ کوي.
دغه سيالۍ هرکال د آسيا د جنوب په يو هيوادکې ترسره کيږي چې د افغانستان د باسکتبال ملي ټيم تيرکال و کولاى شو د دغو سياليو د اتلوالى کپ ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته