– کابل / د ثور ۹ مه / باختر
د نغلو د برېښنا بند دروازه د برېښنا شرکت ورغوله.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت د بريښنا شرکت دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په کابل کې د نغلو د برېښنا بند دروازه له څلويښتو کلونو وروسته بيا ورغول شوه.
د نغلو بند په افغانستان کې د اوبو له سترو بندونو څخه دی چې د کابل د ختیځ په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دغه بند د کابل او لوګر له سیندونو پورته په هغه برخه کې جوړ شوی چې د غوربند-سالنګ او پنجشیر سیندونه سره یو ځای کېږي.