پلخمري / د مرغومي ٦مه / باختر :
په بغلان کې د ادارې اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کميسيون په دې ولايت کې ددولتي کارکوونکو د بايومتريک د ثبت بهير پرون پيل کړ . د بغلان د ادارې اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون رييس محمدداود محتاج يار باختر اژانس ته وويل : ټاکل شوې ده د بغلان څوارلس زره پېنځه سوه دوه څلويښت ښوونکي او د دولتي ادارو کارکوونکي بايو متريک شي . هغه په بغلان کې د دولتي کارکوونکو د بايو متريک کولو موخه د سوانحو برقي کول ، دمعلولانو په دقيق ارقام سره د دولتي کارکوونکو د دقيقو ارقامو تثبيتول وبلل . محتاج يار وويل : د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو کميسيون هلې ځلي کوي ترڅو دخيالي ښوونکو او دولتي کارکوونکو د تشو بستونو په تثبيتولو سره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي .
پاى ذ