خبرونهفرهنګټولنهTOP

د نبوي سيرت سیالیو د ترسره کولو په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست خبرتیا

کابل، د کب ۲۸مه، باختر
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ
د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم) له سیرت، سنتو او د هغه له ژوند او رويې سره د زلميو، ځوانانو او مېرمنو د لا آشنايۍ په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري د نبوي سيرت شانداره سيالۍ ترسره کېږي.
لوی خدای ج محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د ښو اخلاقو نمونه بللی او د هغه پيروي او اطاعت يې له الله تعالی سره د محبت ذريعه ياده کړې ځکه خو د نوموړي د سيرت مطالعه د ټولو مسلمانو لپاره اړينه ده.

منبع:
نبوي سیرت (درسونه او عبرتونه)
لیکوال: مرحوم دوکتور مصطفی سباعي

د ګډون شرطونه په لاندې ډول دي:
۱. ګډونوال اناث او ذکور
۲. ظرفیت محدود دی
۳. په آزموینه کې د ګډون ونډه (۱۰۰ افغانۍ) ده او د سیالۍ کتاب په وړیا ډول ډالۍ کېږي.
۴. ازموینه کې د ګډون لپاره ۲ دانې انځورونه او د پېژندپاڼې له کاپي سره د نوم لیکنې نږدې څانګې ته ورشئ.
د نوم لیکنې مرکزونه:
۱. مرکزي عامه کتابتون؛ ملک اصغر څلور لارې، د داودزي سنټر ترڅنګ
۲. د ۵ مې ناحيې عامه کتابتون د ناحیې تر څنګ د افغانستان بانک نماینده ګۍ ته مخامخ
۳. ۱۲ مې ناحیه، د ناحیې تر څنګ پامیر نوین کورس ته مخامخ
۴. د ۱۱ مې ناحيې عامه کتابتون، د ناحیې تعمیر داخل
۵. د ۹ مې ناحیې عامه کتابتون، ۳ مکروریان ۱۲۴ بلاک
۶. د ۶ مې ناحيې عامه کتابتون د حبیبي عالی لیسه تر څنګ
۷. ديارلسمه ناحيه، د شفاخانه ايستګاه، د حضرت بلال جومات کوڅه، موعود کورس سره د فانوس کتابتون
د وټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/HCKXXOPoK6f9JLVWym7jat
اړیکې:
0749214923
0777786889
0783842107
يادونه: د نوم لیکنې وروستۍ ورځ د روژې مبارکې میاشتې ۱۷ مه نېټه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته