امنیت

په جلال اباد کې شپږ تنه ټپيان شول

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
ددوو پوليسو په ګډون شپږ تنه دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
د ننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل، دپوليسو درنجر موټر نن له غرمې مخکې دجلال اباد ښار ددويمې ناحيې په مربوطاتوکې  داور وژنې ودانۍ ته څيرمه په واټ کې په  ښخ کړى شوى ماين  وخوت چې په پايله کې يې ددوو پوليسو په ګډون  شپږ تنه ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: دپيښې ټپيان دخلکو په همکارۍ ددغه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي چې روغتيايي مسوولينو ددوو تنو ټپيانو حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته