خبرونهاقتصاد

د ميدان ورګو د کرنې رييس : په ميدان وردګو کې مهم پرمختيايي پروژې تطبيقې شوي دي

۳۱- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د ميدان وردګو د کرنې اواوبو لګولو رييس وايي په ١٣٩٩ مالي کال کې د دغه ولايت د بزګرانو د ملاتړ لپاره د ميدان وردګو په مرکز او ولسواليو کې ګټور پروګرامونه طرحه اوتطبيق شوي دي .
د ميدان وردګو د کرنې اواوبو لګولو رييس وليد احمد تسل باختراژانس ته وويل په دغه ولايت کې د زعفرانو د ودې لپاره سږ کال د ٦٤٠زرو افغانيو په لګښت پنځه نمايشي کروندې جوړې شوي دي او د دې ترڅنګ د څه د پاسه درې میليونه اته سوه زرو افغانۍ د دغه ولايت بزګرانو ته د زعفرانو د نمايشي کروندو په جوړولو د سبو د تخمونو په ويشلو او د مرکزونو په جوړولو لګول شوي دي .
هغه وايي د ميدان وردګ ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د زراعتي ځمکو د ويجاړېدو د مخنيوي په خاطر د څه د پاسه پنځوميليونو افغانيو په لګښت محافظتي ديوال جوړ شوي دي .
هغه وايي د بڼوالى په برخه کې هم زيات کارونه ترسره شوي دي او سږ کال د لسو ميليونو ٤٤ زرو افغانيو په لګښت په پنځه سوه هکټاره ځمکه کې د مڼو بڼونه جوړ شوي دي .
د ميدان وردګو ولايت د کرنې او اوبولګولو رييس وايي سږ کال د څلور ميليونو افغانيو په لګښت د شېدو د راټولولو د يو مرکز د جوړولو کار پيل شوى دى چې په نږډې راتلونکې کې پرانستل کېږي .
هغه دغه راز وويل په ١٣٩٩ کال په دغه ولايت کې د دوه سوه اته څلويښتوميليونوپه لګښت د پټاټو ١٥٠ زيرمې اود مڼو اويا سړې خوني جوړې شوي دي.
په څارويو کې د کانګو تبې او د بروسلوز د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي په خاطر څه دپاسه يو ميليون افغانۍ لګولي دي .
وليد تسل وايي د پنځو ميليونو اووه سوه اته نوي زرو افغانيو په ارزښت د غنمو اصلاح شوي تخم د ميدان وردګو په بزګرانو ويشلو ته چمتو دي .
دغه رازپه دغه ولايت کې د څه د پاسه شلو ميليونوافغانيو په لګښت د٦٣ کشتې خونو د جوړولو او د زراعتي بستو ويشل دوام لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته