امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۸۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٨ مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، د۱۲ تنو داعشیانو په ګډون ۸۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۷ تنه نوريې ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي او هوایي قوتونو  په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کونړ، کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا ، خوست، غزنی، قندهار روزګان ، غور، فراه ، بادغیس، کندز،  فاریاب، سرپل، بدخشان او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتوکې ترسره شول. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته