سیاستخبرونه

د ميدان وردګو خلک د سولې له بهير سره خپل ملاتړ اعلام کړ

٥٠- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د ميدان وردګو خلکو په يوه غونډه کې په هېواد کې د سولې له بهير سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د ميدان وردګو والي عبدالرحمن طارق باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت خلک سوله غواړي چې دوامدارې سولې ته د رسېدو لپاره بايد له ټولومخکې په هېواد کې اوربند وشي چې د خلکو اوټولنې يو اړتيا ده .
هغه زياته کړه چې خلکو ( موږ سوله او اوربند غواړو) په شعار سره د دغه ولايت د قومونو اوقبايلو په آمريت کې راټول شوي و او د سولې له بهير سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
په دې غونډه کې قومي مشرانو ،مخورو، ځوانانو او د مدنې ټولنې استازو ګډون کړې و .
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته