اعلامیه

د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلامیه

۴- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
د ملي شورا مشرانو جرګې خبر ترلاسه کړ چې د روان کال، لیندۍ په ۷ مه د دې جرګې درې غړي په بلخ ولایت کې د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت د لوی ریاست له لورې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له مشرانو جرګې سره د قضیې په تړاو لازم جزئیات نه دي شریک شوي، دا جرګه له اړوندو ادارو څخه د اساسي قانون د احکامو، په ځانګړې توګه د (۱۰۲) مادې د رعایت غوښتنه کوي.
مشرانو جرګه، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمنه ده او تل یې په دې برخه کې د ملت له ارادې سره سم او د نافذه قوانینو په رڼا کې لازم او پر وخت اقدامات ترسره کړي او د قانون له تطبیق کوونکو ادارو سره یې لازمه همکاري کړې ده او کوي یې.
مشرانو جرګه انتظار لري چې یاده قضیه دې د اساسي قانون له لارښوونو سره سم په دقیقه، رڼه، او عادلانه توګه وڅېړل شي چې په ښه توګه عدالت پلی شي، په همدې موخه مشرانو جرګې یو پلاوی ټاکلی چې د جرګې له نیول شویو غړو، لویه څارنوالۍ او ملي امنیت ریاست له منسوبینو سره په اړیکه کې شي، لازم معلومات ترلاسه او له اړوندو حکومتي ادارو سره د قانون د بې طرفانه تطبیق په هیله، یاده موضوع تعقیب کړي.
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته